ځه حنفي يم
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته د مسنونه سلام نه کجيري تاسو کښي ځوک غواړي چه دا فورمه کښي ځه ليکل وغيره او کړم نو په تاسو لازم رجشتريشن چه ددي لپاره به رجشتريشن کوي اوکه نه نو بيا ننه فورمه کښي هره موضوع تاسو کتلے شي ښاد او آباد اوسي

امام اعظم رح په ماشمتوب كي

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي Go down

امام اعظم رح په ماشمتوب كي

پست by ابومحمدحنفي on Mon Aug 09, 2010 9:23 am

شنبه, 03 July 2010 05:42 ابوسلمی عفی عنه


خطيب خوارزمي نقل كوي چي دروم يوسرداردبغداد خليفه ته ډير مال
دخپل يوقاصد په لاس واستول اودايي ورته وويل چي زما قاصد دسيمي له علماو
څخه دري پوښتني لري " كله چي قاصد راروسيد نوخليفه دسيمي علما په یوه
مسجدکې سره راغونډ كړو، اوقاصدورڅخه خپلي پوښتني مطرح كړي ،خوله حاضرو
علماو څخه يي دقناعت وړ ځوابونه ترلاسه نه كړو ،


امام صاحب چي په دي وخت كي لا کمکی طالب ؤ د علماو څخه يي
اجازه وغوښته څو رومي ته جواب وركړي خوهغوى اجازه ورنه كړه ،وروسته امام
صاحب
له خليفه څخه اجازه وغوښته هغه اجازه وركړه ،رومي قاصدچي لاپه
منبرناست وو، امام صاحب ورڅخه وپوښتل ايآ پوښتني لرى ؟ هغه ورته وويل هو
.امام صاحب ورته وويل ته له منبر را كښته شه .په زمكه كشينه ستاځاى اوس
زمكه ده ،اوزما ځاى منبر ، امام صاحب چي په منبر كيناست نو رومي ته يي
وويل اوس دي خپلي پوښتني وكړه رومي وويل پوښتني دادي :


لمړى داچي له الله تعالى څخه وړاندي كوم شي وجود درلود ؟
امام صاحب
په ځواب كي ورته وويل :ته عدد پيژني ؟ هغه ورته وويل :هو ، امام
صاحب
ورته وويل :له يوه نه وړاندي څه شي سته ؟ رومي ورته وويل : هيڅ . اما م
صاحب
ورته وويل : چي له واحد مجازي اولفظي څخه وړاندي يوشي نسته نوله
واحد حقيقي څخه يي څه ډول تصوركوي .


دوهم رومي وپوښتل : الله تعالى كوم لوري ته مخ اړولى اوکوم
لوري ته شاده ؟ امام صاحب په جواب كي ورته وويل : ته چي څراغ بل كړي نو
دڅراغ درڼامخ كومي خواته وي ؟ رومي ورته وويل :هغه خو نورده جهتونه [طرفونه
]ټول ورته یو برابردي يعني هرلوري ته يي مخ وي . امام صاحب ورته وويل چي
له بله مستفاد شوى ختميدونكى اومجازي نور يوه معين لوري ته نه وي نود زمكو
اواسمانو دخالق ... الباقي الدائم المفيض نوربه څه ډول يولوري ته وي .


دريم رومي وويل : الله تعالى په څه ډول كارونو مشغول وي ؟
امام صاحب
ورته وويل : چي كله په منبر ستاپه شان يو مشبه ( ملحد ) وي هغه
له منبره كوزه وي اوچي په زمكه زما په شان يو موحدوي هغه منبر ته خيزه وي :
كل يوم هو في شاْن . له دي سره رومي قاصد پوښتني حل شوي مال يي پريښود
اوپه خپله مخه ولاړ .

الاشباه والنظائر لابن نجيم ص\427 -
avatar
ابومحمدحنفي
Admin

تعداد پستها : 6
Join date : 18/03/2010

خواندن مشخصات فردي http://analhanfi.forumps.net

بازگشت به بالاي صفحه Go down

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي بازگشت به بالاي صفحه


 
Permissions in this forum:
شما نمي توانيد در اين بخش به موضوعها پاسخ دهيد