ځه حنفي يم
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته د مسنونه سلام نه کجيري تاسو کښي ځوک غواړي چه دا فورمه کښي ځه ليکل وغيره او کړم نو په تاسو لازم رجشتريشن چه ددي لپاره به رجشتريشن کوي اوکه نه نو بيا ننه فورمه کښي هره موضوع تاسو کتلے شي ښاد او آباد اوسي

د اسلامي شریعت د نه منونکو انجام

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي Go down

د اسلامي شریعت د نه منونکو انجام

پست by ابومحمدحنفي on Mon Aug 09, 2010 9:28 am

بسم الله الرحمن الرحیم : فلیحذرالذین یخالفون عن امره ان تصیبهم
فتنة اویصیبهم عذاب الیم
(۶۳) النور

ژباړه : نو ودي ویریږي هغه کسان چي مخالفت
کوي له امره دده ( یعني له شریعته درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه )
له دي څخه چي وبه رسیږي دوۍ ته څه آفت (په دنیا کي ) یابه ورسیږي
دوۍ ته عذاب دردناک ( په آخرت کي )





لنډ تفسیر : یعني
دالله تعالی اودرسول الله صلی الله علیه وسلم له احکامو څخه دي مخالفت
کونکي وویریږي چی ددي مخالفت له امله به په دنیا کی په کوم لوی آفت کي
راګیرشي ، یابه په سخت عذاب په آخرت کي اخته شي ، نوښکاره ده چي
دالله تعالی دشریعت څخه مخالفت ددنیا اوآخرت دعذابونو لامل دی .



هغه چې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم
اطاعت ونه کړي کله به هم جنت ته ولاړنشی




حدیث : عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله
صلی الله علیه وسلم کل امتي یدخلون الجنة الا من ابی ، قیل من ابی ؟ قال
من اطاعني دخل الجنة ومن عصاني فقد ابی
. رواه البخاری .
مشکوة ص\ ۲۷

ژباړه : پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :
زماټول امت به جنت ته ځې . پرته له هغوکسانو څخه چي منعه یې وکړه ،
پوښتنه وشوه منعه کونکي څوک دي ؟ هغه ص وفرمایل :هغه څوک چي زما (یعني
زمادشریعت ) اطاعت کوي جنت ته به ځي ، اوهغه څوک چي زما نافرماني کوي ،
نو منعه یې وکړه ( اوهمدغه منعه کونکي دي )

تشریح : یعني هغه خلک چي دپیغمبرصلی الله علیه
وسلم شریعت مني اواطاعت یې کوي نو جنت ته به ځي ، اوهغه کسان چي دهمدغه
شریعت په ځای دخپلو خواهشاتو اونفس متابعت کوي ،نو هغه به جنت ته ولاړ
نشي،بلکه هغه به جنهم ته ځي .مرقات ملخصا
avatar
ابومحمدحنفي
Admin

تعداد پستها : 6
Join date : 18/03/2010

خواندن مشخصات فردي http://analhanfi.forumps.net

بازگشت به بالاي صفحه Go down

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي بازگشت به بالاي صفحه


 
Permissions in this forum:
شما نمي توانيد در اين بخش به موضوعها پاسخ دهيد