ځه حنفي يم
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وروسته د مسنونه سلام نه کجيري تاسو کښي ځوک غواړي چه دا فورمه کښي ځه ليکل وغيره او کړم نو په تاسو لازم رجشتريشن چه ددي لپاره به رجشتريشن کوي اوکه نه نو بيا ننه فورمه کښي هره موضوع تاسو کتلے شي ښاد او آباد اوسي

حدیث شریف سره دفقهی مسائلو

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي Go down

حدیث شریف سره دفقهی مسائلو

پست by noorulhaqmazharee on Sun Feb 09, 2014 3:18 am

حدیث شریف: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَوَضَّأَ بَعْدَ الْغُسْلِ. [المعجم الکبیر للطبرانی. حدیث 11851]

ژباړه: د ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زمونږ څخه ندئ هغه څوک چی دغسل وروسته اودس وکړی.

توضبیح: دغسل وروسته اودس هغه وقت ښه ندئ چی مخکی یی اودس کړئ وی، اوبیا دغسل ترآخره پوری بی اودسه سوئ هم نوی، همدا راز یی دغسل او اووروستنی اودس ترمینځ فاصله په یو لمانځه باندی نوی راوړی.

کچیری یی مخکی ترغسل اودس نوی کړئ، اویایی اودس کړئ وی، خودغسل په مابین کی ورڅخه مات شی، اویایی دغسل کولو وروسته لمونځ وکئ. نوبیا پدی صورتونوکی دغسل وروسته اودس کول کوم مشکل نلری.

( من توضأ بعد الغسل فليس منا ) أي ليس من العاملين بسنتنا يعنى اذا توضأ للغسل أوله أو في اثنائه لا يعيده بعده.[التیسیر شرح جامع الصغیرحرف المیم]

یعنی (که چا وروسته ترغسل اودس وکئ هغه زمونږ څخه ندئ) یعنی زمونږ په سنت یی عمل ندئ کړئ، یعنی چی کله دئ دغسل په اول اویا په مابین کی اودس وکی نودی په آخرکی دغسل نه اعاده کوی.(ځکه چی اعاده کول یی اسراف دئ).

وَإِذَا تَوَضَّأَ أَوَّلًا لَا يَأْتِي بِهِ ثَانِيًا بَعْدَ الْغُسْلِ فَقَدْ اتَّفَقَ الْعُلَمَاءُ عَلَى أَنَّهُ لَا يُسْتَحَبُّ وُضُوءَانِ ذَكَرَهُ النَّوَوِيُّ فِي شَرْحِ مُسْلِمٍ يَعْنِي لَا يُسْتَحَبُّ وُضُوءَانِ لِلْغُسْلِ أَمَّا إذَا تَوَضَّأَ بَعْدَ الْغُسْلِ وَاخْتَلَفَ الْمَجْلِسُ عَلَى مَذْهَبِنَا أَوْ فَصَلَ بَيْنَهُمَا بِصَلَاةٍ كَمَاهُوَ مَذْهَبُ الشَّافِعِيِّ فَيُسْتَحَبُّ.[البحرالرائق سنن الغسل]

یعنی که یی دغسل په اول کی اودس وکئ بیا دویم ځل دغسل وروسته نکوی، ځکه علماؤ پردی اتفاق کړئ دئ، چی په غسل کی دوه اودسه مستحب ندی، داخبره امام نووی رحمه الله په شرح کی دمسلم شریف کړیده، یعنی دغسل لپاره دوه اودسه مستحب ندی، خوکه یی اودس وروسته ترغسل وکئ پداسی حال کی چی ده ځای بدل کړئ وو بناء پرمذهب زمونږ اویایی دغسل او اوداسه ترمینځ فاصله په لمانځه باندی راوړیوه لکه چی دغه مذهب دامام شافعی رحمه الله دئ ، نوبیا پدی صورت کی اودس مستحب دئ.

اوپه رد المحتار کی یی وروسته ترذکر کولو دپورته حدیث داسی لیکلی:

وَالظَّاهِرُ أَنَّ عَدَمَ اسْتِحْبَابِهِ لَوْ بَقِيَ مُتَوَضِّئًا إلَى فَرَاغِ الْغُسْلِ ، فَلَوْ أَحْدَثَ قَبْلَهُ يَنْبَغِي إعَادَتُهُ .[رد المحتار سنن الغسل]

ښکاره خبره خو داده چی عدم مستحب والی د اوداسه وروسته ترغسل هغه وقت دئ چی دئ دغسل ترخلاصولو پوری اودس کوونکئ پاته شی، کچیری دغسل دخلاصولو مخکی بی اودسه سی نوبیایی اعاده کول مناسب دی.


noorulhaqmazharee

تعداد پستها : 3
Join date : 03/08/2012

خواندن مشخصات فردي

بازگشت به بالاي صفحه Go down

مشاهده موضوع قبلي مشاهده موضوع بعدي بازگشت به بالاي صفحه


 
Permissions in this forum:
شما نمي توانيد در اين بخش به موضوعها پاسخ دهيد